د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز ژمن دی چې د پېسو وینځلو او له نورو جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ملي او نړیوال اصول عملي کړي.
په دې اساس، ددې مرکز د ځانګړو غیرمالي حرفو او تشبثونو برخې مسؤلینو د قدر وړ مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو او د پلان او پالیسۍ مرستیالیتونو او د مسلکي محاسبینو له بورډ سره د پېسو وینځلو او له نورو جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې د پلي کولو په موخه ګڼ شمیر ناستې تر سره کړې؛ ترڅو مالیاتي محاسبین، مفتشین، د مالیې سلاکاران او مشورتي شرکتونه تر پوښښ او څار لاندې راوستل شي او له دې مرکز سره د لویو نغدو او شکمنو معاملو د راپورونه شریک کړي.
دواړو لورو هوکړه وکړه چې د مالي او اقتصادي نظامونو د پیاوړتیا لپاره به هلې ځلې کوي.
چې په پایله کې، د مالیاتي محاسبینو او د پلټنې( تفتشي شرکتونو) د ثبت، د یوزر اخیستلو او د ظرفیت لوړونې پروسه په بشپړ توګه عملي شوه. همدارنګه ددې مرکز مسؤلینو د پېسو وینځلو او له نورو جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې، د مالي اقداماتو د کاري ځواک د سپارښتنو او د ملي او نړيوالو کړنلارو په پام کې نیولو سره د روانې پروسې د تطبیق لپاره روزنیز او ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کړ. یاد پروګرام چې د روان ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې په ۱۰ نېټه پېل او تر ۱۵ نېټې پورې یې دوام وکړ؛ د مالیاتي محاسبینو او د مفتشینو شرکتونو ۱۳۷ تنه مسؤلینو پکې ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به پورته یاد شوي سکتورونه خپل د لوړو نغدو او شکمنو معاملو راپورونه له دې مرکز سره شریکوي.